ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،یوه روسی شناندی او تکړه خبریال عباس جمعه پخپلو څرګندونو کې زیاته کړې ده ، د عراق له مختلفو سیمو او د ایران پشمول د نړۍ له نورو هیوادونو په لکونو خلک د حسینی اربعین په دغه میلیوني او ولولناک لاریون کې د ګډون په خاطر خپل کارونه او تخصص پریږدي او د عراق کربلا ته ځانونه رسوي څو د زیارتوالو خدمت وکړي، د آرامښت او دَمې ځایونه برابر کړي، خواړه جوړ کړي او د څښاک اوبه اوشربتونه وویشي،ممکنه ده ددنیا په هیڅ بل یوځاي کې هم دغه شان اندازه او دغه شان خلوص به ونه وینئ.دوي ټول د حضرت امام حسین علیه السلام په خاطر دغه خدمتونه د ځان لپاره یو ویاړ ګڼي.
د روسیې دغه شناندی او خبریال دعربانوهغه متَل ته په اشارې سره چې وائي؛په حرکت کې برکت دی ،ووئيل مخ په وړاندې حرکت ،له سقوط او شاته پاتیوالي سره د مبارزې په مثال دی. دروسیې دغه کلتوری اوټولنیزو چارو فعال زیاته کړې ده ، په همدې دلیل ده چې دوي دیوه څو سوه کلن دود څخه پیروي کوي او له نجفه تر کربلا پورې فاصله په پلی لاریون سره کچ کوي؛شیعیان په دې شکل سره مخ په وړاندې او د نور په لور حرکت کوي او تورتمونه وروسته پریږدي او ورڅخه تیریږي.
ایکناننیوز په کربلا کې د حسینی اربعین د شپې په مناسبت د ولولناکو او پرتمینو دستورو یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://parstoday.ir/fa/daily_news-i19532